د ایران او افغانستان د ګمرکونو فعالیت شپې او ورځې ترسره کېږی
د ایران د اسلامی جمهوریت د ګمرک په راپور کې ویل شوی، د دوغارون، ماهیرود، میلک او شمتیغ د سرحدی ګمرکونو فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته او شپې او ورځې توګه ترسره کېږی.
«علیرضا مقدسی» د ایران د ګمرکونو عمومی رئیس وویل چې دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو د اقتصادی او تجارتی همکاریو د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیا، او د مالونو د ترانزیټ د زیاتوالی په موخه اخیستل شوې ده.
د هغه په وینا، د شپې او ورځې فعالیت د دې څلورو سرحدی ګمرکونو په کم وخت کې د لارۍ موټرو د توقف د کمولو، د سرحدی مراوداتو د روانولو، او د سیمهییزې سوداګرۍ د ودې په برخه کې مهم رول لوبولی شی.
د دوغارون (د خراسان رضوی ولایت)، ماهیرود (د خراسان جنوبی ولایت)، میلک (د سیستان او بلوچستان ولایت) او شمتیغ (د خراسان رضوی ولایت) سرحدی لارې د ایران او افغانستان تر منځ د مهمو تجارتی لارو څخه شمېرل کېږی.
اقتصادی کارپوهان هم باور لری چې د دې طرحې پلی کول کولای شی د ایران غیرنفتې صادراتو د زیاتوالی، د مالونو ترانزیټ د منځنۍ آسیا لور ته د قوی کېدو، او د سرحدی سیمو د اقتصادی وضعیت د ښه والی لپاره مناسب فرصت برابر کړی.