د تاپی ( TAPI ) پروژه
دا یوه سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده چې د ترکمنستان گاز د افغانستان له لارې نه پاکستان او هند ته لېږدول کیژی . دا پروژه چې تقریبا ۱۸۱۴ کیلومتره طول لری له ترکمنستان څخه پیل او له افغانستان او پاکستان څخه تر تېرېدو وروسته هند ته رسېږی. په افغانستان کې دغه پایپ لاین د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو څخه تیریږی.
د (TAPI) پروژې لومړی پړاو پیل په افغانستان کې
د ۱۴۰۳ کال د سپټمبر په ۲۱ مه د افغانستان د اسلامی امارت او د ترکمنستان د حکومت چارواکو یوه غونډه وکړه او په افغانستان کې یې د TAPI پروژې د لومړی پړاو عملی کار پیل کړ. دا ۱۵۳ کیلومتره طول پړاو په هرات ولایت کې د ۶۰۰ میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت پلان شوی او ټاکل شوې ده چې دغه پروژی په دوو یا دریو کلونو کې بشپړ شی.
د TAPI پروژې اقتصادی او ټولنیزې ګټې افغانستان ته
د TAPI پروژه افغانستان ته ډیرې ګټې راوړی، په شمول:
د ټرانزیټ عواید: افغانستان به په کال کې د گازو د حقونو لپاره له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې عاید ترلاسه به وکری .
د کار پیدا کول: اټکل شوی ده چې د 7000 څخه تر 10000 پورې خلک به د ساختمانی کارونو، تخنیکی مطالعاتو او د پروژې لپاره د اړتیا وړ موادو د لیږد لپاره په کار وګمارل شی.
د گازو عرضه: افغانستان به په لومړیو لسو کلونو کې له دې پروژې څخه په کال کې تر ۵۰۰ میلیونه متر مکعب گاز ترلاسه کوی، چې په راتلونکو لسیزو کې به زیات شی.
اقتصادی وده: دا پروژه کولی شی د اقتصادی ودې سره مرسته وکړی، د بیکارۍ او بې وزلۍ کمولو، او په هیواد کې د ګازو صنعتونو ته وده ورکړی.
د ستراتیژیک موقعیت پیاوړتیا: د دې پروژې په پیل کولو کی د سیمې په سیاسی او اقتصادی مساواتو کې د افغانستان دریځ پیاوړی کړی
د TAPI سره نوری پروژې
د TAPI پروژې سره، نوری پایپ لاین کې یو شمیر پروژې پالن شوی ده ، دلته یی گورو:
د 500 کیلووات بریښنا لیږد: دا پروژه به د ترکمنستان بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوی، او افغانستان به هر کال د 110 میلیون ډالرو ټرانزیټ حق ترلاسه کوی.
د نوری فایبر: د نوری فایبر یبلونه د تاپی پایپ لاین په اوږدو کې غځول شوی چې د سیمې هیوادونه سره نښلوی.
د اورګاډی لاین: د اورګاډی لاین چې پاکستان او ترکمنستان له افغانستان له لاره سره وصل کوی هم پلان شوې ده.
هغه ستونزی چی د TAPI پروژې سره مخامخ ده
د دې ډیری ګټو سره د TAPI پروژه هم د نور ستونزو سره هم مخامخ شوی دهَ لکه :
امنیتی وضعیت: که څه هم په افغانستان کې امنیتی وضعیت ښه شوی ده بیا هم په ځینو سیمو کې لا هم اندېښنې وضعیت شته.
تمویل: په افغانستان کې د سیاسی وضعیت له امله، نړیوال سپانسران په دې پروژه کې لږ غفلت څرګندوی.
سیمه ایزې اړیکې: د سیمې د هیوادونو ترمنځ سیاسی کړکیچ کولی شی د پروژې په پلی کولو اغیزه وکړی.
په افغانستان کې د کانونو پروژې
افغانستان چې دیره تاریخی معدنی منابع لری،د پروژو د کانونو د پراختیا لپاره لوړ ظرفیت لری. په دی وضعیت کی ، د دې پروژو سره د خلکو د منلو او رضایت درجې په اړه هیڅ مفصل معلومات شتون موژ نلرو . د لا زیاتو مفصلو ارزونو لپاره، په دې برخه کې ساحوی مطالعاتو او هراړخیز سروې ته اړتیا ده.