ټول بندرونه د وارداتو لپاره خلاص دی

ټول بندرونه د وارداتو لپاره خلاص دی.

د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او د وارداتو د مدیریت کمېسیون مشر وایی چې د هېواد په ټولو بندرونو او ګمرکونو کې د توکو د ترخیص بهیر بې‌وقفې روان دی.

هغه زیاتوی چې د صنعت اړتیا وړ ټول توکی پرته له کومې ستونزې تأمینېږی.

اقتصادی فعالان او واردوونکی د هېواد له ټولو اړوندو ادارو سره یوځای کار کوی، څو د اړتیا وړ توکی پرته له ځنډه هېواد ته وارد کړی.

د وارداتو د بندېدو خبرونه ناسم دی، واردات دوام لری.

علیرضا مناقبی، د وارداتو د مجمع عمومی منشی وایی:

"په یوه شپه‌ورځ کې ۷۴ زره ټنه توکی وارد شوی دی.

ګمرک ۲۴ ساعته کار کوی، ترڅو د خلکو لپاره اړین او اساسی توکی وارد شی. ما هېڅکله نه دی ویلی چې واردات بند شوی دی.

کله چې په یوه شپه‌ورځ کې دومره ډېر توکی واردېږی، دا څنګه د وارداتو بندېدو معنا لری؟

ګمرک د قانون اجرا کوونکی دی، نه د قانون جوړونکی.

په اوسنیو سختو حالاتو کې، چې تحمیلی جګړه روانه ده، د اساسی توکو ترخیص ته لومړیتوب ورکول کېږی، او دا د دولت د مسئولینو پرېکړه ده.

د خلکو د اړتیا وړ ستراتیژیک او اساسی توکی، لکه د مالدارۍ او چرګانو لپاره خواړه هم، په چټکۍ سره ترخیصېږی.

هیڅ یو ګمرک بند نه دی، او د اساسی توکو د ترخیص لپاره شپه‌و ورځ کار کېږی.



ټول بندرونه د وارداتو لپاره خلاص دی
ټکي:
0 از 5