د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ایران، روسیې او آذربایجان نوې هڅې

 

د ایران، روسیې او آذربایجان ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو په دوام کې، د ترانزیټ د پراختیا او سیمه‌ییزې سوداګرۍ د اسانتیا په موخه، د درې واړو هېوادونو د ګمرکونو د مرستیال رئیسانو ترمنځ د ګډو همکاریو سند په باکو کې لاسلیک شو او د دغو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د آستارا له پوله څخه کتنه وکړه.

دغه سند د ګمرکی پروسو د ساده کولو، همغږۍ او معیاری کولو په موخه جوړ شوی، څو د درې واړو هېوادونو په ګډو پولو کې د مالونو او وسایطو تېرېدنه په اسانه او منظم ډول ترسره شی او د شمال–جنوب نړیوال دهلېز د ټرانزیټ بهیر لا ګړندی کړی.

د دې ناستې په څنډه کې، د ایران د سړک او ښار جوړونې وزیر، د روسیې او آذربایجان د لومړی وزیر مرستیالان، د ګیلان ولایت والی او د ایران د ګمرک حقوقی او څارنې مرستیال د ځمکنی سفر له لارې د آستارا پوله وکتله او د غلو د پایانه، رېل‌پټۍ بارانداز او د پولی تر شا ساحې څخه یې لیدنه وکړه.

د درې واړو هېوادونو چارواکو په دې کتنه کې د پولی زېربناوو د پراختیا، د رېل‌پټۍ او سړک له لارې د سوداګرۍ د حجم زیاتولو او د ګمرکی همغږۍ د لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه د آستارا د پولی ظرفیتونه د شمال–جنوب د ټرانزیټی لارې د مهمو نقطو له ډلې وپېژندل شول.

د دې موافقې او میدانی کتنې پر بنسټ، د درې واړو هېوادونو ګمرکونه د ګمرکی چارو د اسانتیا، د مالونو د تمځای وخت د کمولو او د ټرانزیټی لارو د ښه تنظیم لپاره نوې پروګرامونه په پام کې لری.

دغه اقدامات د سیمه‌ییزې اقتصادی همکارۍ د پیاوړتیا، د ایران د ټرانزیټ ونډې د زیاتوالی او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ټینګو اقتصادی اړیکو د رامنځته کولو په لور یو اغېزمن ګام بلل کېږی.



د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ایران، روسیې او آذربایجان نوې هڅې
ټکي:
0 از 5