د میلک بندر پرانستل او د ایران او افغانستان تر منځ د لاریو تګ راتګ بیا پیل شو

 

د راپورونو له مخې، له څو ورځو محدودیت وروسته، د ایران او افغانستان تر منځ د میلک بندر نن سهار (یک‌شنبه، د میزان ۲۷مه / د اکتوبر ۱۹مه) بیا پرانیستل شو او د مال وړونکو وسایطو او لاریو تګ راتګ بېرته پیل شو.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، هغه د تېلو ټانکرونه چې په تېرو ورځو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان له لوری درول شوی وو، تېره شپه آزاد شول او د تګ اجازه ورته ورکړل شوه. د همدې له مخې، نن هم د ایران له لوری د میلک بندر په بشپړه توګه پرانستل شو او سوداګریز او ترانزیټی فعالیتونه پکې روان دی.

د ایران د ګمرکونو ویاند له دې مخکې ویلی وو: «د ایران ټول سرحدونه له افغانستان سره، په شمول د میلک بندر، پرانستی دی او سوداګریز تبادلې د معمول په ډول روانې دی.» هغه ټینګار کړی و چې د لاریو په تګ راتګ او د توکو په لېږد رالېږد کې هېڅ ستونزه نشته.

د میلک بندر د ایران او افغانستان تر منځ له مهمو رسمی بندرونو څخه شمېرل کېږی، چې د سون توکو، خوراکی موادو او صادراتی توکو د لېږد په برخه کې مهم رول لری.



د میلک بندر پرانستل او د ایران او افغانستان تر منځ د لاریو تګ راتګ بیا پیل شو
ټکي:
0 از 5